د وزيراعظم نوازشريف خاص مرستيال ملک احمد خان وئيلي دي چې عطاء الله تارڑ داسې ثبوتونه لري چې په اساس يې د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي نوم ايګزټ کنټرول لسټ (اي سي ايل) کښې شاملولی شي

باغی ټي وی رپورټ
وزيراعظم نوازشريف خاص مرستيال ملک احمد خان وئيلي دي چې عطاء الله تارڑ داسې ثبوتونه لري چې په اساس يې د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي نوم ايګزټ کنټرول لسټ (اي سي ايل) کښې شاملولی شي.
ملک احمد خان د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې وئيلي دي يوه مشکوکه معامله وه چې د پرويز الهي حکومت سره ښکاره تعلق لري۔
ده ووئيل دا مهال د دې معاملې پلټنه روانه ده او د پروېز الهي نوم اي سي ايل كښې شاملولو په تجويز غور روان دي۔
په دې اړه د قانوني چارو کارپوه سلمان اکرم راجا ویلي ای سی ایل د یو چا د بندولو لپاره انتظامي طریقه ده، دا هیڅ قانوني تصور نه لري، که نوم یې په ای سی ایل کې واچول شي نو پرویز الهي په عدالت کې چیلنج کولی شي.





