د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان په وزیر آباد حمله کښې د یو نزدې دوکان له چت څخه د ډزو ادعا هم مشکوکه ګرځولې شوې ده

0
70

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان په وزیر آباد حمله کښې د یو نزدې دوکان له چت څخه د ډزو ادعا هم مشکوکه ګرځولې شوې ده.

تر پلټنو وروسته سرچينې وويل چې دا ممکنه نه وه چې د بوټانو د دوکان له چت څخه کانټينر په نښه کړي.

د جے آئي ټي زرائعو ترمخه د دوکان له بام نه د زنګ وهلې 30 بور 7 خولونه زوړ دي، د دې چت نه د ایس ایم جی کوم خول برآمد شوې دې.

په جے آئي ټي کښې سرچينې وائي چې په بريد کښې په بام کښې د موندلو شوې زړې مرمۍ د شاملولو کوشش هم شوې دې ولې د دې کوشش مقصد دا ثابتول دي چې د حمله کوونکو شمير تر يو نه زيات او د ايس ايم جي دوه مرمۍ ترلاسه شوي دي۔

د جے آئي ټي زرائعو ترمخه د عمران خان په ډزو هغه ټوټې هم د 30 بورونو ترلاسه شوي خولونو سره میچ شوي دي، دا ټول 12 خولونه د ملزم نوید د پستول سره میچ شوي دي ولې د ایس ایم جی خول د میچنګ ریکارډ هم نه دی ترلاسه شوی.

د جے آئي ټي سرچینو ترمخه د عمران خان د باډي ګارډز وسلې يو نيم مياشت پس فارنزك لپاره وركړې شوې۔

Leave a reply