وزيراعظم شهباز شريف به نن په دوه ورځنې دوره متحده عرب اماراتو ته ځي
باغي ټی وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف به نن په دوه ورځنې دوره متحده عرب اماراتو ته ځي۔
د خپل دوه ورځني سفر په مهال به وزیراعظم شهباز شریف د اماراتو تاجرانو او سرمایه کارانو سره ملاقاتونه هم کوي او د دوه اړخيزه تجارت او سرمایه کارۍ د زیاتولو په لارو چارو به خبرې اترې کوي.
د خپل سفر په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د متحده عرب اماراتو صدر شېخ محمد بن زايد آل نهيان سره ملاقات کوي۔
په ملاقات كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي٬ تجارتي او سرمايه كارۍ په اړيكو د ودې او په اماراتو كښې د پاكستاني كارګرانو لپاره د موقعې په پېدا كولو خبرې كولې شي۔
دواړه مشران به د سیمه ایزو او نړیوالو چارو په اړه د دوه اړخیزو ګټو په اړه هم خبرې اترې وکړي.
د پاکستان لومړی وزیر به د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر، مرستیال ولسمشر او د دوبۍ له واکمن شیخ محمد بن راشد المکتوم سره هم وګوري.
د دورې په مهال به وزيراعظم سره يو لوړ پوړي پلاوي هم وي چې پکې به د کابينې غړي هم شامل دی.