پروېز الهي په یو بیان کښې ویلي دي چې د ګورنر عزت يې خراب کړی دی، د هغه عزت نشته، زړور اوسئ او ماتې ومنئ
باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي چې مسلم ليګ (ن) له يوې مياشتې راهسې شورماشور کوي، دوي جنج سره راغلي وو او ددوي ډولي او جولي خالي پاتې شوه.
پنجاب اسمبلۍ کې د اعتماد رايې اخستو وروستو وينا کې پروېز الهي وويل چې د ګورنر عزت يې خراب کړی دی، د هغه عزت نشته، زړور اوسئ او ماتې ومنئ.د پنجاب وزيراعلي په خپل خطاب کې زياته کړه چې قانوني ټيم ډېر کار وکړ او په عدالت کې يې ثابته کړه چې د ګورنر حکم غير قانوني وو.
هغه وويل نن مسلم ليگ(ج) ته ريښتيا سرپرائيز ترلاسه شوى دى، هغوي ته هيڅ پته نۀ وه چې نن به څه کيږي، خداى دې برکت ورکړي او 186 ووټونه مخې ته راغلي دي.پرويزالاهي وويل مونږ دعمران خان په ويژن سره يوو، په کور دننه دغلا ختمول پکار دي.
پرويز الهي وويل د پاکستان تحريک انصاف او ق ليگ، مجلس وحدت المسلمين او بلال وڑائچ د خلکو منندوی يم.د پنجاب اسمبلۍ غونډه کښې د غرمې وقفه اخېستل شوې وه د کوم نه پس چې د جنورۍ په 11مه نېټه غونډه ختمه کړې شوه او غونډه نن ماسپښين 12:05 بجو پورې وځنډول شوه ولې غونډه تر لنډې وقفې وروسته بيا پېل شوه.
د غونډې د بيا پيلېدو وروستو د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي د اعتماد رايې لپاره قرارداد وړاندې كړو، راجه بشارت او ميا اسلم اقبال د اعتماد رايې لپاره قرارداد وړاندې كړو، چې له هغې وروسته د ووټونو شمېرنه روانه وه، چې د رايو شمېرنه روانه وه. پروېز الهي د ۱۸۶ رایو په ترلاسه کولو سره طلايي شمېره ترلاسه کړه.ياده دې وي چې چوهدري پروېز الهي د پنجاب اسمبلۍ نه د باور رايه ترلاسه کولو کې بريالۍ شوې وه، هغه ۱۸۶ ووټونه ترلاسه کړي وو.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) پرون د پنجاب اسمبلۍ کې د پروېز الهي لپاره د باور رایې اخیستو لپاره کار پیل کړ.