د لاهور هائي کورټ وايي د پنجاب د اعلی وزير چوهدري پروېز الهي وکيل دې مونږ ته ووايي چې د اعتماد رايې اخستلو لپاره څومره وخت پکار دی، مونږ به يې نېټه وټاکو.

0
103

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور هائي کورټ وايي د پنجاب د اعلی وزير چوهدري پروېز الهي وکيل دې مونږ ته ووايي چې د اعتماد رايې اخستلو لپاره څومره وخت پکار دی، مونږ به يې نېټه وټاکو.

د لاهور هائي کورټ د جسټس عابد عزيز شيخ په مشرۍ کښې پينځه کسيزه بنچ د وزيراعلې له څوکۍ د چوهدري پروېز الهي د لرې کولو په ضد د درخواست اورېدنه کوي.

وفاقي وزير ډاكټر رانا ثناء الله، د مسلم ليګ ن مشر رانا مشهود او طاهر خليل سنده هم لاهور هائي كورټ ته رسېدلي دي۔د اورېدنې په مهال جسټس عابد عزیز پوښتنه وکړه چې ایا دا مسله نه ده حل شوې؟ په دې اړه د چوهدري پروېز الهي وکيل بيرسټر علي ظفر وويل چې ټولې مسلې به په عدالت کې حل کېږي.

عدالت پوښتنه وکړه چې اوس دريځ څه دی؟ په دې اړه د پنجاب د ګورنر بلیغ الرحمان وکیل وویل چې عدالت ورته کافي وخت ورکړی، د هغه خبره دا وه چې کافي وخت نه دی ورکړل شوی، عدالت ورته د اعتماد رایې اخیستلو لاره هم پرانیستې ده.

جسټس عابد عزيز شيخ ريمارکس ورکړو چې ګورنر، وزيراعلي نه د اعتماد رايې غوښتلې شي، په آخر کې دا په غړو پورې اړه لري چې څوک وزيراعلي شي، کېداى شي يوه نېټه وټاکو.جسټس عاصم حفيظ وويل تاسو ته په داسې ورځو کې د اعتماد رايې اخستلو هر موقع په لاس کې وه چې په دې اړه بيرسټر علي ظفر وويل زه به په دې قانوني نکته بحث وکړم.

ياده دې وي چې چوهدري پروېز الهي د پنجاب د ګورنر د لرې کولو نوټيفيکيشن چيلنج کړی وو چې په اړه يې د لاهور هائي کورټ پنځه کسيزه بنچ د دسمبر په 23مه نيټه د نوټيفيکيشن عمل ځنډولی ؤ او د مقدمې اورېدنه يې د جنورۍ تر 11مې نېټې پورې ځنډولې وه. .

Leave a reply