د امریکا په کیلي فورنیا ایالت کې د سیلابونو له امله ۱۷ تنه مړه شوي دي.
باغی ټي وي رپورټ
د امریکا په کیلي فورنیا ایالت کې د سیلابونو له امله ۱۷ تنه مړه شوي دي.
د امریکايي رسنیو په وینا د باران له امله د لاس انجلس په ګډون بېلابېل ښارونه اغېزمن شوي، خو د سانتا باربرا او مونټیکټو ښارونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.
په سیندونو کې د اوبو د سطحې د لوړیدو له امله تر ۵۰ زرو زیات کسان کډوالۍ ته اړ شوي دي.
له بارانونو وروسته د سېلاب وضعيت له امله ګڼ شمېر مهمې لويې لارې بندې شوې او په ځينو ځايونو کې کثافات هم جوړ شوي دي.
امریکايي رسنۍ وايي، په سټوډیو ښار کې هم د ځمکې ښویېدو پېښې شوې دي.