مالټې د انسان صحت لپاره ډیرې ګټورې دي

0
120

باغی ټي وي رپورټ
که تاسو مالټې خوښې وي او د ژمې په دې موسم کښې ی خوراک ته ځانګړې پاملرنه کوی نو دا یوه ښه خبره ده ځکه مالټې د انسان صحت لپاره ډیرې ګټورې دي.
مالټې د وټامن سي څخه ډکې وي
یوه مالټا د ویټامین سي د ورځني اړتیا 70٪ پوره کوي، کوم چې د انساني جسم د مدافعتي سیسټم پیاوړتیا لپاره یو مهم ویټامین دی.

دا ویټامین د اوسپنې(آیرن) د جذب لپاره هم مهم دی، کوم چې بدن د وینې رګونو او عضلاتو جوړولو ته اړتیا لري.
د معدې لپاره غوره
یوه مالټا درې ګرامه غذايي فایبر لري.

فایبر نه یوازې د قبضیت په مخنیوي یا له منځه وړلو کې مرسته کوي، بلکې دا غذايي مواد کولمې هم سالم ساتي.

په ورته ډول، فایبر د کولیسټرول او د وینې د شکر کچه راټیټوي.

په مالټو کې موجود فایبر د اوږدې مودې لپاره د بشپړتیا احساس ساتي، چې د بدن وزن کنټرول هم اسانه کوي.

د زخم جوړیدو لپاره ښه میوه ده
هره مالټه 170 فایټو کیمیکلونه او 60 فلاوونایډونه لري چې دا د زخم د جوړیدو لپاره ښه وي.

له انټي اکسیډنټ څخه ډکه دا میوه ممکن د اوږدې مودې زخم سره مبارزه کې د نورو دارو درملو څخه غوره وي.

د زخم له امله سرطان، زړه ناروغۍ، شکر ناروغۍ، د جوړونو درد، ډپریشن او الزایمر ناروغۍ خطر زیاتیږي او مالټا د زخم په کمولو او ختمولو کښې مهم کار کوي.

د عضلاتو لپاره ګټور
یوه مالټه ۲۴۰ ملی ګرامه پوتاشیم لري او دا منرال د اعصابو او عضلاتو لپاره مهم دی پداسې حال کې چې د زړه ضربان ثابت ساتل کیږي.

پوټاشیم هم د وینې فشار کنټرول کې مرسته کوي.

له فولیټ څخه هم ډکه وي
مالټې له فولیټ څخه هم ډکې وی او دا امیدوارو ښځو لپاره ډیر ضروري وي، امیدواره میرمنو ته سپارښتنه کیږي چې د ماشوم د ښه ودې لپاره د B ویټامین فولیټ واخلي ځکه چې دا په ماشوم کې د دماغ او د ملا تیر د ناروغیو د مخنیوي لپاره ډیر مهم وي.

د معدې لپاره ډیر ګټورې وي
مالټې د معدې لپاره ډیرې ګټورې وي، په دې کښې فایبر وي چې د خوراک په هضمولو کښې ډیر مدد کوي او د انسان معده ښه کار کوي او فعاله ی ساتي، مالټې د سر درد لرې کولو لپاره هم ډیر ګټورې وي ، معده ته ګټه ورکوي او هم دغه شان د سر دردلرې کوي.

Leave a reply