د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال عاصم منير متحده عرب اماراتو ته د خپل سفر په مهال د اماراتو صدر او وزيراعظم سره ليدلي، په مهمو موضوعاتو ی ورسره ټینګار کړې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال عاصم منير متحده عرب اماراتو ته د خپل سفر په مهال د اماراتو صدر او وزيراعظم سره ليدلي چې پکې په دفاعي او پوځي همکاريو خبرې اترې شوي دي.
د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير د سعودي عرب دوره مکملولو وروستو د متحده عرب اماراتو په دوره ابوظهبي ته رسيدلې ده، د اماراتو صدر شيخ محمد بن زايد آل نهيان د پاکستان د پوځ سرلښکر ته په ټاکنه مبارکي ورکړې او د هغه د خپلو دندو په بریالیتوب ترسره کولو لپاره يې د نیکو هيلو څرګندونه کړې ده.
په دې موقع دواړو شخصيتونو د پاكستان او اماراتو په دفاعي او پوځي مرستې خبرې وكړې او په دې لړ كښې ئې د ګډې تګلارې په اړه خبرې اترې وكړې۔
په دې کتنه کې د ملي امنیت سلاکار او د اماراتو د لومړي وزیر مرستیال په ګډون مهمو شخصیتونو هم حضور درلود.وروسته د پوځ مشر په دوبۍ کې د اماراتي لومړي وزیر شیخ محمد بن راشد المکتوم سره هم وکتل.






