چې عمران خان سره فواد چوهدري غوندې کسان وی نو عمران خان دښمن ته اړتیا نشته: مومنه وحید
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پنجاب اسمبلۍ غړې مومنه وحید د خپل ګوند پر مشر فواد چوهدري نیوکې کړي دي.
د فواد چوهدري د بيان په غبرګون کې مومنه وحيد ويلي دي چې فواد چوهدري ځان خرڅ کړی او پي ټي ايي ته راغلی، د فواد چوهدري کار يوازې تورونه لګول دي.رسنیو سره خبرو کې مومنه وحيد وويل عمران خان ته د فواد چوهدري له امله دښمن ته ضرورت نشته، فواد چوهدري اول په قامي اسمبلۍ کې و، بيا په پيپلز پارټۍ کې.
هغه وويل فواد چوهدري بايد دا هم ووايي چې ګوندونو ته څومره پيسې پريږدي.
مومنه وحيد وويل د هغې په شان به د پي ټي ائي 25 نور غړي هم په صوبايي اسمبلۍ کې وزيراعلي پروېزالهي ته د اعتماد ووټ نه ورکوي. زه به د خپل ضمیر په غږ پروېز الهي ته رایه نه ورکوم.ياده دي وي چي فواد چوهدري تور لګولي وو چي د قامي اسمبلۍ غړې مومنه وحيد پنځه کروړه روپۍ اخستي او لوټا ی ترې جوړه کړې ده.