وزيراعظم شهباز شريف به د جنورۍ له 12مې تر 13مې نېټې د متحده عرب اماراتو دوره کوي

0
96

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف به د جنورۍ له 12مې تر 13مې نېټې د متحده عرب اماراتو دوره کوي۔

د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف به د متحده عرب اماراتو د مشر په بلنه دغه دوره کوي۔

د وياند ترمخه دا به د وزيراعظم شهباز شريف دريمه دوره وي چې متحده عرب اماراتو ته د هغه د وزيراعظمۍ دورې په مهال کوي۔

وياند ووئيل چې وزيراعظم سره به د كابينې مهم غړي هم وي او د دې سفر په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د متحده عرب اماراتو له مشر سره ملاقاتونه كوي۔
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې د پاکستان د فوځ سرلښکر جنرال عاصم منير په ابوظهبي کښې د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره هم مهم ملاقات کړې او په دفاعي او فوځي چارو کښې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

د فوځ سرلښکر جنرال عاصم منير د متحده عرب اماراتو په دوره ابوظهبي ته رسېدلی، د اماراتو صدر شېخ محمد بن زايد آل نهيان د پوځ مشر ته د پاکستان د پوځ د سرلښکر په ټاکنه مبارکي ورکړې او په دندو کې يې د کاميابۍ هيله کړې ده.
په دې موقع دواړو شخصيتونو د پاكستان او اماراتو په دفاعي او پوځي مرستې خبرې وكړې او په دې لړ كښې ئې د ګډې تګلارې په اړه خبرې اترې وكړې۔

په دې کتنه کې د ملي امنیت سلاکار او د اماراتو د لومړي وزیر مرستیال په ګډون مهمو شخصیتونو هم حضور درلود.د پوځ سرلښکر عاصم منير به نن د اماراتي وزيراعظم او د دوبۍ واکمن شيخ محمد بن راشد المکتوم سره هم ملاقات کوي.

Leave a reply