د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وفاقي وزير فواد چوهدري د اليکشن کميشن په ضد د توهين عدالت مقدمه درج کولو اعلان کړے دے

0
169

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وفاقي وزير فواد چوهدري د اليکشن کميشن په ضد د توهين عدالت مقدمه درج کولو اعلان کړے دے۔

الېکشن کمېشن د پخواني وزيراعظم عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري په مقدمو کې د نه حاضرېدو له وجې د ضمانت وارنټ جاري کړی دی.

په دې اړه فواد چوهدري وويل دانتخاباتو کميشن د وارنټ جاري کولو فيصله د هاي کورټ د فيصلې سپکاوى دى.ده دا فيصله جانبدارانه وبلله او ويې ويل چې د مقدمې اورېدنه د جنورۍ په ١٧مه نېټه وه چې نن د اصولو خلاف فيصله شوې ده او د اليکشن کميشن په ضد د توهين عدالت مقدمه روانه ده.

د پي ټي آئي سيکرټري جنرل اسد عمر وئيلي دي چي د اسلام آباد بلدياتي انتخاباتو نه کولو سره اليکشن کميشن پخپله د عدالت سپکاوې کړې دې.

Leave a reply