وزیر اعلی خیبر پښتونخوا محمود خان وایی چې څوک چې د باج ورکولو تورونه لګوي، ثبوتونه دې راوړي، مونږ به حکومت پریږدو

0
163

باغی ټي وی رپورټ
وزیر اعلی خیبر پښتونخوا محمود خان وایی چې څوک چې د باج ورکولو تورونه لګوي، ثبوتونه دې راوړي، مونږ به حکومت پریږدو
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د صوبايي اسمبلۍ غړو د کالعدم تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته د پيسو ورکولو په اړه د پوښتنې ځواب ورکړی دی.

خبریال له محمود خان څخه پوښتنه وکړه چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي طالبانو ته باج ورکوي ایا دا رښتیا ده؟ په دې اړه هغه وويل، چې که د پارلیمان غړي طالبانو ته په رشوت ورکولو کې لاس ولري، نو له مجلس څخه به ووځي.

هغه زیاته کړه، څوک چې د باج ورکولو تورونه لګوي، ثبوتونه دې راوړي، مونږ به حکومت پریږدو، دا باید د تورونو لوبه نه وي، نه باج اخلو او نه به یې ورکوو.

Leave a reply