د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان هدايات کړې چې د پنجاب اسمبلۍ کښې دې د پي ټي آئي غړي پروېز الهي د اعتماد رايې اخستلو او اسمبلۍ منحلولو ته وهڅوي

0
56

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان هدايات کړې چې د پنجاب اسمبلۍ کښې دې د پي ټي آئي غړي پروېز الهي د اعتماد رايې اخستلو او اسمبلۍ منحلولو ته وهڅوي.
د عمران خان په مشرۍ کې زمان پارک لاهور کې د پي ټي ائي د مشرانو يوه غونډه شوې چې پکې عمران خان د کرپشن تورونو په اړه پر پرويز الهي د بې اعتمادۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي چې د پرويز الهي په ضد د کرپشن تورونو له امله د هغه شهرت متاثره شوی دی.

په پنجاب کې د ائتلافي حکومت په ضد دا ډول تورونه د زغملو نه دي. عمران خان ویلي د پنجاب اسمبلۍ کې دې د غړو شمېر پوره وساتل شي، که عدالت ورته وویل نو د اعتماد رایه به اخلي.

د عمران خان له څرګندونو وروسته پرویز الهي د زمان پارک دوره وکړه او عمران خان ته یې ډاډ ورکړ چې کیو ایل د تحریک انصاف سره کلک ولاړ دی.

په دې لړ کې مونس الهي دعوه کړې ده چې عمران خان پروېز الهي ته ډاډ ورکړی چې کوم معلومات ورته راځي هغه به لومړی له پروېز الهي سره شریکوي.

Leave a reply