په خيبرپښتونخوا کښي د تير مالي کال په مهال په 24 محکمو کښي د 44 ارب 93 کروړه روپو روپو مالي بے ضابطګي او کرپشن شوي دي
باغی ټی وی رپورټ
په خيبرپښتونخوا کښي د تير مالي کال په مهال په 24 محکمو کښي د 44 ارب 93 کروړه روپو روپو مالي بے ضابطګي او کرپشن شوي دي۔
د پاکستان د آډيټر جنرل د پلټنو رپورټ ترمخه د خېبرپښتونخوا په ٢٤ څانگو کې د ٤٤ ارب ٩٣ کروړه روپو مالي بې نظمۍ شوې دي، په رپورټ کې په ٢٤ حکومتي څانگو کې د بې قاعدگۍ په ٢٨٩ کيسونو اعتراضونه پورته شوي دي.
د رپورټ له مخې د سامانونو په پېرلو كښې د 7 ارب 735 مېليون روپو بې ضابطګۍ شوې ده په داسې حال كښې چې 12 ارب 214 ميليونه روپۍ د بې قاعدګۍ او بې اختياره پېسو له وجې خزانې ته زيان رسېدلې۔
د پلټنو رپورټ ترمخه د صحت محکمه کښې د آلاتو او دوايانو په پېداوار کښې د 2 ارب 976 کروړه روپو بې ضابطګۍ شوې ده او د مولوي اميرشاه روغتون د سي ټي سکین مشين په پېداوار کښې د 2 کروړه 95 لاکه روپو غير ضروري خرچې څرګندې شوې دي۔
همدغه راز په حيات اباد ميډيکل کمپلکس کې د کولنګ ټاور لګولو لپاره د 73.8 ملينو روپو شکمنې پيسې، د ضلعي هيډکوارټر هسپتال باجوړ او ضلعي هيډکوارټر هسپتال مهمند لپاره د سامانونو په اخستلو کې د 8 کروړه روپو بې ضابطګۍ مخې ته راغلې ده.
رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې داخله محکمي کښې د غير ضروري خرچو له وجې يو ارب 943.2 ميليونه روپۍ نقصان شوي دي، پوليس محکمي ته د نويو ګاډو د پيرودلو لپاره يو ارب 356.8 ملين روپۍ ترلاسه شوي دي۔
د آډټ رپورټ کښې د انرجي او پاور په محکمه کښې د 23 ارب 96 کروړه 74 لاکه روپو د آډټ اعتراضونه شوي دي، د سي اينډ ډبليو ډيپارټمنټ کښې د 1 ارب 9 کروړه 40 لاکه روپو بې ضابطګۍ هم څرګنده شوې ده۔