کراچۍ کې د سنوکر د پخواني لوبغاړي په ګډون ۲۵ کسان د غلو او شوکمارو له لوري لوټ کړې شوي دي

0
182

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ کې د سنوکر د پخواني لوبغاړي په ګډون ۲۵ کسان د غلو او شوکمارو له لوري لوټ کړې شوي دي.
غلو د سنوکر کلب له کاونټر څخه ۲.۵ لاکه روپۍ او ۲۵ موبايلونه له غلا کولو وروسته وتښتېدل.

د دې پېښې سي سي ټي وي فوټيج هم مخې ته راغلی دی. د سنوکر پخوانی نړیوال لوبغاړی محمد بلال وايي چې د ملي لوبې لپاره له پنجاب څخه کراچۍ ته راغلی دی. دا پېښه د جنورۍ پر شپږمه شوې ده.

د پېښې په سي سي ټي وي فوټيج کې ملزم سنوکر کلب ته د ننوتو ليدلی شي
د سنوکر کلب ته د ننوتو په مهال تورنو کسانو خپل مخونه په ماسکونو پټ کړي وو، تورنو کسانو د کلب ټول خلک په قطار کې ولګول، په فوټيج کې په کتار کې د ښاريانو لوټ کول ليدل کېږي.

تورن لیدلی شي چې د ټولو خلکو موبايلونه او نغدې پیسې یې په کڅوړه کې اچولې، غلو دا جنایت تر ۶ دقیقو پورې ترسره کړ.

Leave a reply