دکورنيو چارو وفاقي وزير راناثنا الله په پنجاب کې دگورنر راج لګولو امکان څرګند کړى دى

0
186

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: دکورنيو چارو وفاقي وزير راناثنا الله په پنجاب کې دګورنر راج لګولو امکان څرګند کړى دى.

لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې رانا ثناءالله د جينوا کانفرنس په مهال وئيلي دي چې نړۍ د شهباز شريف په اپيل باندې د پاکستان سره ولاړه ده، د پاکستان هيلې پوره شوې او نړۍ د تمې نه زياته مرسته کړې ده۔

ده ووئيل تر اوسه 11 اربه ډالره وركړې شوي كوم چې به نور هم زياتې شي۔د نړۍ مرسته په پاكستان او اېتلافي حكومت د باور څرګندونه ده۔

دکورنيو چارو وفاقي وزير وويل دا امداد دى، قرض نۀ دى، دغه مرسته به هيواد دعمران خان دحکومت له ناورين څخه راوباسي، چې ورسره به ډالر ارزانه شي، انفلاسيون به کم شي او دخلکو مايوسي به ختمه شي.

رانا ثناءالله په پي ټي ائي نيوکې کړي او وئيلي يې دي چې عمراني ډلې د ملک معيشت خراب کړى دى، عمراني ټلا، پروېز الهي او دهغه معاونان شامل دي.

نوموړي پر پرويز الهي او عمران خان د ډالرو د لوړېدو پړه واچوله او ويې ويل، چې دغو کسانو ډالر اخيستي او بهر ته يې قاچاق کړي، دلته دي مونس الهي بېرته راشي او پوښتنې ځواب کړي. د پنجاب اسمبلۍ د حالاتو په اړه د خبرو په مهال رانا ثناء الله وويل چې پرون غله يو له بل سره جنګېدلي دي، د دوی کرکه به د ولس مخې ته ښکاره شي، د اسمبلۍ د راتلو نه منع کول به يو غېر آئيني او غير قانوني اقدام وي، دوی به دا کار کوي. که په هر قیمت د باور رایه واخلي، که ناقانونه کړنې وکړي، په تاوان به وي.
داخله وزير وويل پي ټي ائي دومره شميرې نۀ لري، په دغه صورتحال کې د گورنر راج د لگيدو امکان هم پيدا شوى دى نو په ملک کې به تباهي وي، انتقامي کاروائي به کوي، څلور نيم کاله به هم دغه شان کوي. که په ټاکنو کې ناکام شو، پایله به یې ونه مني، ګډوډي به وکړي، په هېواد کې د اقتصادي ثبات رامنځته کول اړین دي.

Leave a reply