د هند په یوه ښوونځي کې لسګونه زده کوونکي وروسته له هغه ناروغه شول چې ادعا کېږي د زده کوونکو په خوړو کې مار موندل شوې وو

0
104

باغی ټی وی رپورټ
د هند په یوه ښوونځي کې لسګونه زده کوونکي وروسته له هغه ناروغه شول چې ادعا کېږي د زده کوونکو په خوړو کې مار موندل شوې وو.

د هندي رسنیو د راپور له مخې دا پېښه د لویدیځ بنګال په بیر بھوم ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې، چې په ښوونځي کې زده کوونکو ته د غرمې ډوډۍ ورکول کېده، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د ښوونځي کارکوونکو چې خواړه یې چمتو کول، ادعا وکړه چې په یوه کانټینر کې چې له دالونو ډک و، یو مار وموندل شو.

د زده کوونکو د صحت په اړه د سکول انتظاميه وايي چې په روغتون کې تر طبي مرستو وروسته د زده کوونکو حالت مخ په ښه کېدو دی، چې وروسته رخصت شوي، خو د يو زده کوونکی په روغتون کې تر درملنې لاندې دی خو ژوند يې په خطر کې نه دی.

Leave a reply