د سعودي سفارتخانې لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ حجم 10 اربه ډالرو ته رسولو لپاره منصوبه بندي شروع كړې شوې
باغي ټی وی رپورټ
سعودي عرب په پاکستان کې د لس اربه ډالرو اعلان شوې سرمايه کارۍ د لا زياتولو پخلی کړی چې د دې دپاره يې منصوبه هم شروع کړې ده.
د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په پاکستان کې د پانګونې د زیاتوالي په اړه د بیا کتنې لارښوونه کړې ده.
سعودي عربستان د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په میاشت کې د پاکستان د اسټیټ بانک سره د زیرمو موده وغځوله.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان همدا راز د سعودي پرمختیايي صندوق ته لارښوونه کړې، چې د پاکستان په مرکزي بانک کې د جمع شویو پیسو ۵ میلیارده ډالرو ته بیا کتنه وکړي.
د راپورونو له مخې دا اعلان د سعودي ولیعهد او لومړي وزیر شهباز شریف ترمنځ د وروستیو تماسونو په تناظر کې شوی دی.
په دې لړ كښې د سعودي سفارتخانې لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ حجم 10 اربه ډالرو ته رسولو لپاره منصوبه بندي شروع كړې شوې٬ په داسې حال كښې چې د زرمبادله ذخائر لپاره د ذخيرې په مقدار كښې زياتوالي هم غور روان دي۔
باید وویل شي، چې سعودي عربستان تېر کال په پاکستان کې د لس میلیارده ډالرو پانګونې اعلان کړی و.