حکومت په جينوا کې د ډونرز کانفرنس د پاکستان او سېلاب ځپلو لپاره يو ستر برياليتوب وباله او د مالي ادارو او هېوادونو لخوا يې د څرګندې پيوستون ستاينه وکړه

0
116

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: حکومت په جينوا کې د ډونرز کانفرنس د پاکستان او سېلاب ځپلو لپاره يو ستر برياليتوب وباله او د مالي ادارو او هېوادونو لخوا يې د څرګندې پيوستون ستاينه وکړه.

په ټويټر خپل يو بيان كښې وزيراعظم ووئيل نړۍ وليدل چې څنګه قامونه د انساني غميزې د متاثرينو د بحالۍ لپاره د يووالي څرګندولو لپاره سره راغونډ شول٬ د جنيوا كنفرنس كښې څرګندې شوې خواخوږۍ زه خوښ كړم او مونږ به په ګډه بيا جوړونه وكړو۔
د اطلاعاتو د وزیر څرګندونې

د نهې په ورځ د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په خپل بيان كښې وئيلي دي چې جنيوا كنفرنس د پاكستان او سېلاب ځپلو لپاره لويه كاميابي ده٬ سيكرټري جنرل د ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې مننه وكړه۔ هغه وويل، چې په شفافيت سره به دغه پيسې خلکو ته ورسېږي او د هغوى په ژوند کې به بدلون راولي، همدارنګه يې له نړيوالو او ملي رسنيو څخه هم مننه وکړه، چې د بشريت او اقليمي بدلون لاملونه يې په اغېزمنه توګه په ګوته کړي دي.

د اطلاعاتو وزير وويل دغه کنفرانس د انسانيت د اجتماعي احساس سمبول ګرځېدلی، د وسائلو برابرول به سېلاب ځپلو ته د نوي او ښه ژوند په پېلولو کې مرسته وکړي، دغه کنفرانس نړۍ ته د اقليمي بدلون د جدي اغېزو احساس ورکړی دی.

مريم اورنګزېب زياته کړه چې هغې د پاکستان او صوبو د قضيې د وړاندې کولو او ملاتړ لپاره د کورنيو او بهرنيو ګډون کوونکو مننه وکړه.

ده ووئيل چې كله چې سېلاب راغے نو وزيراعظم د ټولو صوبو او ادارو سره په ګډه هلې ځلې وكړې چې دا د اېتلافي حكومت د ګډو هلو ځلو نړيوال اعتراف دے۔

Leave a reply