د کراچۍ پولیسو د اعلی وزیر په هدایت د سړکونو د جرمونو سره د مبارزې لپاره نوې تګلاره جوړه کړه
باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ پولیسو د اعلی وزیر په لارښوونه د سړکونو اوړکوڅو د جرمونو سره د مبارزې لپاره نوې تګلاره جوړه کړه.
د سندهـ وزيراعلي په هداياتو د سندهـ پوليسو يو نوټيفيکيشن جاري کړی چې له مخې يې د پوليسو د روزنيزو مرکزونو پرسونل په بيلا بيلو سيمو کې تعينات شوي دي.
د شهید حیات د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۱۰۰۰ تنه سویلي زون او ۹۰۰ تنه پرسونل لویدیځ زون ته استول شوي دي.
د رزاق آباد د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ختیځ زون ته ۱۲۰۰ پولیس استول شوي دي.
دپوليسو دچارواکو په وينا دغه چارواکي به په حساسو ځايونو کې دسيمه ييزو پوليسو دڅارنې لاندې په سړکونو دکرمونو دمخنيوي لپاره په دريو شفټونو کې په سړکونو تعينات کيږي.
چارواکو زیاته کړې چې د سندهـ وزیر اعلی په سړکونو د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتولو امر کړی چې له هغې وروسته د درېو زونونو ډي آی جیز ته حکمونه صادر شوي دي.