د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم له پاکستان سره د پیوستون ښودلو لپاره د نړیوالې ټولنې مننه وکړه

باغی ټي وی رپورټ
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم له پاکستان سره د پیوستون ښودلو لپاره د نړیوالې ټولنې مننه وکړه.
تيره ورځ د سوئزرلينډ په جنيوا کښي پاکستان کښي د سيلاب ځپلو متاثرينو بحالئ لپاره د ډونرز کنفرنس اوشوه چي پکښي نړيوالو ادارو او ملکونو د سيلاب ځپلو څه دپاسه 33 ملينو نه زياتو خلقو بحالئ لپاره د نهه اربه ډالرو امداد وعده کړي ده۔ په پاکستان کې.
په دې لړ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پر ټویټر یو بیان خپور کړی چې پکې یې ویلي چې پرون په جنیوا کې له پاکستان سره د سېلاب ځپلو لپاره د نهه میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه وشوه.
هغه وویل چې د پاکستان سره د پیوستون ښودلو لپاره د نړیوالې ټولنې مننه کوي.





