د خېبرپښتونخوا خوراک محکمي هم د غنمو ورځنی کوټه له پنځه زره نه شپږ نیم زره میټرک ټنه ته زیاته کړې ده

0
169

باغی ټي وی رپورټ
پيښور: د خېبرپښتونخوا خوراک محکمي هم د غنمو ورځنی کوټه له پنځه زره نه شپږ نیم زره میټرک ټنه ته زیاته کړې ده.

د خوراکي توکو د څانګې له مخې، د نفوسو په تناسب به ټولو فعالو اوړو کارخانو ته غنم ورکړل شي، د 4769,000 نفوس لپاره به هره ورځ 6,500 میټریک ټنه غنم د اوړو کارخانو ته لیږل کیږي او په پیښور کې 760 میټریک ټنه غنم. د 49,840,000 نفوس لپاره به غنم د اوړو کارخانو ته واستول شي.

بل خوا د اوړو پلورونکي وايي، چې د اوړو يوه شل کيلويي بورۍ په درې زره افغانۍ پلورل کېږي، د شل کيلو ښه اوړو بيه په ٣١٠٠ کلدارې او د يوې شل کيلويي بورۍ دولتي اوړو بيه ١٣٠٠ افغانۍ ده. روپۍ

د سوداګرو په وینا، د غنمو د کوټې زیاتول به په لنډمهاله توګه ستونزه هواره کړي، حکومت باید دا کوټه ۱۰ یا ۹ زره مټریک ټنو ته لوړه کړي.
د دې نه علاوه د خوراک صوبائي وزير عاطف خان وئيلي دي چې حکومت د ارزانه اوړو لپاره تر ټولو زياته سبسډي ورکوي، مونږ سره د غنمو کافي ذخيره شته، ارزانه اوړه د صوبې د غريبو خلکو لپاره دي.

Leave a reply