د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ ۷ وسله وال غله نیول شوي دي

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ ۷ وسله وال غله نیول شوي دي
ياد وسله وال غله د کندهار، بلخ، کاپیسا او ننګرهار ولايت اوسیدونکي دي، چې د جوړ شوي پلان له مخې يې له کابل څخه دې کور ته د غلا په موخه راغلي و.
د رسنيو دفتر په وينا، نيول شوي کسان استخباراتو رياست کې تر څېړنو لاندې دي، چې د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري به ور سره د شریعت له مخې چلند تر سره شي.
(2023 / 1 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، د استخباراتو رياست منسوبينو د بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې د وسله والو غلو اووه کسیزه ډله، چې د سرتيرو له نوم څخه په ګټې اخيستنې يې د تالاشۍ په بهانه له يو کور څخه غلا کوله لاس په لاس ونيول.
ياد دفتر زياتوي، نيول شويو کسانو سره پنځه میله وسلې، يو فيلډر او يو ټوډي ډوله موټر هم نيول شوي دي او په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی.
ياد وسله وال غله د کندهار، بلخ، کاپیسا او ننګرهار ولايت اوسیدونکي دي، چې د جوړ شوي پلان له مخې يې له کابل څخه دې کور ته د غلا په موخه راغلي و.
اړوند موضوعات:
کورنیو چارو وزارت: د هیواد په ۷ ولایتونو کې یې ۲۷ تنه د بیلابیلو جرمونو له امله نیولي.
د رسنيو دفتر په وينا، نيول شوي کسان استخباراتو رياست کې تر څېړنو لاندې دي، چې د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري به ور سره د شریعت له مخې چلند تر سره شي.






