جمرود بای پاس باندې قبایلي ښځو په دویمه ورځ هم د ګرانۍ په ضد احتجاج کړی، پاک افغان لویه لار(د پیښور اوړتورخم لویه لار) ی هم د هر قسمه ټریفک لپاره بنده کړې ده

باغی ټی وی رپورټ
جمرود بای پاس باندې قبایلي ښځو په دویمه ورځ هم د ګرانۍ په ضد احتجاج کړی، پاک افغان لویه لار(د پیښور اوړتورخم لویه لار) ی هم د هر قسمه ټریفک لپاره بنده کړې ده.
د ګرانې له امله په کورونو کې لوږې پرتې دي، ماشومان له لوږې مري، د ګرانۍ له امله د ورځې دوه وخته ډوډۍ ته اندېښمن دي، ښځو مظاهره کوونکو اوویل او په حکومت ی نیوکې وکړې.
په لویه لار یوه ترافیکی پیښه هم شوې ده.

د جمرود په بائی پاس روډ باندي د ډمپر ټرک له ټکره د غنډی اوسيدونکی حکمت خان ابدال خیل سخت ژوبل شو.
هغه روغتون ته ورسول شول خو د زخمونو له وجې ب ساه ورکړه ، د لارې ډرائيور پولیسو نیولې دې.






