له کراچۍ تر پېښوره په ټول هېواد کې د اوړو کمښت دی چې خلق ی ستونزو سره مخ کړی

0
163

باغي ټی وی رپورټ
له کراچۍ تر پېښوره په ټول هېواد کې د اوړو کمښت دی چې خلق ی ستونزو سره مخ کړی، خلق د ارزانه اوړو د ترلاسه کولو لپاره کور په ګوټ ګوټ ګرځي.

په کراچۍ کې د غنمو په نرخ کې لس روپۍ کمی راغلی خو د اوړو په بیه کې کمی نه دی راغلی، په ښار کې د اوړو بیه د ۱۵۵ نه تر ۱۶۰ روپو پورې پاتې ده.

بل لوري ته په پنجاب کې د حکومتي کوټې د زياتېدو سره سم د غنمو شخصي مارکېټ سقوط وکړ، چې وروسته يې بيې هم راټيټې شوې.

د بازار د سرچينې د معلوماتو له مخې، نن د يو من غنمو بيه ١٢٠٠ کلدارې راټيټه شوې، چې له امله يې په ازاد بازار کې د ٥٤٠٠ غنمو بيه ٤٢٠٠ کلدارو ته راټيټه شوې ده.

سرچينې وائي سرکاری ږړو په بيو کې دښکاره کمي امکان هم دى اؤ ديو کيلو اوړو په بيو کې هم د15ؤ څخه تر 20ؤ روپو پورې کميدو امکان دى.
د خېبرپښتونخوا خوراک ادارې د غنمو ورځنی کوټه له ۵۰۰۰ نه ۶۵۰۰ میټرک ټنه ته لوړه کړې ده، چې له دې سره په صوبه کې د اوړو نرخ مستحکم شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د خوراک صوبايي وزیر عاطف خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې حکومت د ارزانه اوړو لپاره تر ټولو زیاته سبسایډي ورکوي، موږ ته د غنمو کافي زېرمه شته، ارزانه اوړه د صوبې د غریبو خلکو لپاره دي.

هغه وويل، چې د پړسوب له امله، چې د نورو شيانو بيې لوړې شوې، د اوړو بيه هم لوړه شوې ده.
بل خوا په بلوچستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د غنمو بحران جدي کېږي او د دغه بحران له امله د اوړو په رسمي نرخ د نه رسېدو له امله د هېوادوالو د صبر کاسه ختمه شوې ده.

مظاهره چیانو د وزیر اعلی سیکرټریټ ته غځیدلې لویه لار باندې دھرنا کړې وه او کله چې د ارزانې اوړو په لټه ښاریانو ته د دوه ورځو راهسې اوړه نه وو رسیدلې نو د وزیر اعلی سیکرټریټ ته غځیدلې زرغون سړک یې بند کړ.

یو بوډا د اوړو راوړلو لپاره راغی، پر سړک پروت و او ویې ویل چې پر موږ موټر چلوه، موږ ختم کړه، موږ به نه یو او نه به د اوړو راوړلو ته راځو.

ښاریان وايي مونږ له لوږې مړه کیږو، ښځې او ماشومان مو له ځانه سره راوستلی، له حکومته غواړو چې اوړه راکړي او د اوړو بیعه هم کمه کړی.

له بلې خوا د غنمو په لېږد رالېږد د بین الصوبايي بندیز سره سره ,د اوړو ډیلرانو هم د اوړو مصنوعی کمې پیدا کړی، اوړه ی ذخیره کړی دی او خلق ی د ژوند یو لوی ستونزې سره مخ کړی دی.

Leave a reply