اليکشن کميشن د عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري د نیول وارنټ جاري کړي دي۔
باغی ټي وي رپورټ
د عدالت سپکاوي قضیه کښې د پاکستان اليکشن کميشن د عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري د نیول وارنټ جاري کړي دي.
د الېکشن کمېشن د غړي نثار دراني په مشرۍ کې څلور کسيزه بنچ د عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري خلاف د الېکشن کمېشن د توهين مقدمې اورېدنه وکړه.
اليکشن کميشن د پارټۍ مشرانو او چيئرمېنانو د حاضرۍ د استثنیٰ په درخواستونو باندې محفوظه فيصله کړې ده.
الېکشن کمېشن د عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري د حاضرۍ نه د استثنیٰ درخواست رد کړی او د درې واړو د ضمانتي وارنټ جاري کړی دی.
الېکشن کمېشن د مقدمې اورېدنه د جنورۍ تر ۱۷مې نېټې پورې وځنډوله