سعودي عربستان په پاکستان کې د لس ملیاردو ډالرو اعلان شوې سرمایه ګذاري نوره هم زیاته کړې ده

0
175

باغی ټی وی رپورټ
سعودي عربستان په پاکستان کې د لس ملیاردو ډالرو اعلان شوې سرمایه ګذاري نوره هم زیاته کړې ده.

د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په پاکستان کې د پانګونې د زیاتوالي په اړه د بیا کتنې لارښوونه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان همدا راز د سعودي پرمختیايي صندوق ته لارښوونه کړې، چې د پاکستان په مرکزي بانک کې د ۵ میلیارده ډالرو د زیاتوالي په اړه بیا کتنه وکړي.

د سعودي رسنیو په وینا د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې په دولتي بانک کې د زیرمو اندازه ۵ میلیارده ډالرو ته لوړه شوې وه.

د راپورونو له مخې دا اعلان د سعودي ولیعهد او لومړي وزیر شهباز شریف ترمنځ د وروستیو تماسونو په تناظر کې شوی دی.

باید وویل شي، چې سعودي عربستان تېر کال په پاکستان کې د لس میلیارده ډالرو پانګونې اعلان کړی و.

Leave a reply