د جنوبي وزیرستان په وانا کښې د بدامنۍ او هدفي وژنو خلاف د مقامي قبائلو او سياسي ګوندونو احتجاج د سختې يخنۍ باوجود په پنځمه ورځ هم دوام لري
باغی ټي وي رپورټ
د جنوبي وزیرستان په وانا کښې د بدامنۍ او هدفي وژنو خلاف د مقامي قبائلو او سياسي ګوندونو احتجاج د سختې يخنۍ باوجود په پنځمه ورځ هم دوام لري.
په پنځمه ورځ هم په دغه دھرنا کې د وانا د ځايي قبایلو او سیاسي ګوندونو مشرانو په ګډون ګڼ شمېر ځايي خلکو ګډون کړی و.
لاریون کوونکو په سیمه کې د سولې او د زور زیاتي، وژنو او تښتونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
دا خبره مهمه او د یادونې ده چې په قبایلي سیمو کښې نامني او ترهګریز بریدونو یو ځل بیا پیل شوي دی او د بعضې پیښو ذمه واري کالعدم تنظمی ټي ټي پي ی هم په غاړه اخستې ده چې له امله ی په اولس کښې اندیښنې او ډار خپور شوې دې.