د هند بالي ووډ هنرمندان او فلم جوړوونکي په یو منظم پلان د اسلام او افغانستان تاریخ او شخصیتونو په اړه د سپکاوي فلمونه جوړوي

باغی ټي وي رپورټ
د بالي ووډ هندي هنرمندان د اسلامي دین او افغانستان کلتور په ضد فلمونو جوړول پیل کړي دي، هندي فلمي میدان کښې یو شمیر داسې هنرمندان او د فلم پروډیوسرانو کار پیل کړې چې سیپځلې دین اسلام او د افغانستان کلتور او پخواني شخصیتونه بدنام کړي.
په تازه خپور شوي فلم کې هندي ھنرمند اکشې کمار هڅه کوي چې ثابته کړي چې احمدشاه ابدالي زمونږ د بالي وو سندرې غلا کړي دي او دغه شان هغوی هڅه کړي چې د افغانستان د نامتو شخصیت بدنام کړې.
که تاسو د هندي فلم پاتي پت اوګورې نو په هغې کښې هم د افغانستان او د افغان مشرانو سپکاوې شوي دې.
په پاني پت فلم کښې هم افغانان د بې رحمه، وینه تویونکي وحشي په توګه اوښودل شوی دي او د هند مرهټیان د یو ښه ژوند خوښوونکي او د نیک او رښتوني خلقو په توګه ښودل شوي دي چې د هند او بالي ووډ د افغانستان او اسلام په اړه سپکاوي ترې څرګندیږي.
………………………….






