د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو وړاندوینه شوې ده

د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو وړاندوینه شوې ده
په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه له 10 څخه تر 30 ملي مترو پورې ده او د واورې د اورښت اندازه له 10 څخه تر 40 سانتي مترو پورې اټکل کیږي.
دې ادارې د روانې اوونۍ په اوږدو کې د هېواد په لوېديځو، شمال لوېديځو او شمال ختيځو ولايتونو کې د سختې سړې هوا خبر هم ورکړى دى.
(2023 / 1 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او واورو د ورېدو احتمال شته.
د دغه رياست له خوا د جدې په ١٩مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو به په هرات، غور، بادغيس، فارياب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، پنجشېر، پروان، غورني، پکتیکا، بامیان، دایکندي، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او د سالنګ په ګډون ولایتونو کې واورې او باران وشي.
په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه له 10 څخه تر 30 ملي مترو پورې ده او د واورې د اورښت اندازه له 10 څخه تر 40 سانتي مترو پورې اټکل کیږي.
اړوند موضوعات:
د هوا پېژندې ادارې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل کړی دی
دې ادارې د روانې اوونۍ په اوږدو کې د هېواد په لوېديځو، شمال لوېديځو او شمال ختيځو ولايتونو کې د سختې سړې هوا خبر هم ورکړى دى.