په ټول ملک کې د يخنۍ څپې زياتې شوي، په سوات او استور کې واوره وریږي

باغي ټي وي رپورټ
په ټول ملک کې د يخنۍ څپې زياتې شوي، په سوات او استور کې واوره روانه ده، په ديامر ضلع کې د واورې ورېدو له امله د ژوند نظام په ټپه درېدلی او د بلوچستان په 13 ضلعو کې د ويرې خبرداری جاري کړی شوی دی.
د بلوچستان پي ډي ايم اے څانګې د صوبې د 13 ضلعو ډپټي کمشنرانو ته يو خط جاري کړی او هدايات کړي دي چې د هر قسمه بيړني صورتحال سره د مقابلې لپاره تيار وي.د پي ډي ايم اے لخوا جاري شوي مراسله له مخې د جنورۍ د لسمې نيټې نه د بلوچستان په 13 ضلعو كښې د باران او واورې ورېدو امكان شته۔
د پي ډي ايم اے ډائريکټر جنرل نصير خان ناصر لخوا جاري شوي يو پيغام کښې وئيلي شوي دي چې د جنورۍ په لسمه نيټه به شمالي بلوچستان کښې د لويديځو بارانونو لړۍ راروان وي۔د پي ډي ايم اے ترمخه د دغه موسمي نظام د اثر له وجې به په کوئټه، ژوب، بارکان، زيارت، نوکنډي، دالبندين، قلات، مستونګ، هرنائي، قلعه سيف الله، قلعه عبدالله، چمن، پشين، مسلم باغ او شاوخوا سيمو کښې د باران وريدو امکان شته سیمې او د واورې اورښت تمه کیږي پداسې حال کې چې د مکران په ساحل کې د جنوري په 11 او 12 د لږ باران تمه کیږي.
د پوسټ له مخې، د جنوري په 10 او 11 د ورځې د تودوخې درجه له 5 څخه تر 7 درجو پورې راټیټه کیدی شي. پداسې حال کې چې واوره کولی شي په غرنیو سیمو کې د موټرو عادي ترافیک ګډوډ کړي.






