افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۴ ماشومان د اریانا او فرانسویانو روغتونونو ته ورپیژندلي.

0
181

افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۴ ماشومان د اریانا او فرانسویانو روغتونونو ته ورپیژندلي.

9 جنوري 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولې له لورې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۴ نور ناروغ ماشومان پلازمېنه کابل کې نن د دوشنبې په ورځ د آریانا او فرانسویانو روغتونونو ته د عملیات او درملنې په موخه ور وپېژندل.

 

افغاني سرې میاشتې په تېرو څو میاشتو کې پلازمېنه کابل کې د زړونو د درملنې بېلابېلو روغتونونو ته د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۵۴۲ ناروغ ماشومان ور پېژندلي.

 

د سوري زړه په ناروغۍ د هر اخته ناروغ لګښت له ۲۱۰۰۰۰ تر ۷۵۰۰۰ افغانیو پورې دی چې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ۲۳ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان کابل کلوبل روغتون ته ورپیژندلي.

 

ددې تر څنګ د درملنې پر مهال د ناروغ او د ناروغ د پایواز لګښت هم افغاني سره میاشت تادیه کوي.

Leave a reply