د رياست الوزرا اداري مرستيال د يوه پلاوي په مشرۍ د کابل ښاروالۍ فعاليتونه ارزولي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د يوه پلاوي په مشرۍ د کابل ښاروالۍ فعاليتونه ارزولي.
9 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د هغې دندې پر اساس چې د اسلامي امارت کابينې له لوري د کابل ښاروالۍ فعاليتونو ارزولو په موخه ورسپارل شوې وه، د يوه پلاوي په مشرۍ د (پارک شهر) او د هغه د تېلو ټانک چې په غير قانوني ډول جوړ شوي، څخه ليدنه وکړه.
د ارزونې په دې کتنه کې چې نوموړي سره لوی څارنوال مولوي شمس الدين شريعتي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين مولوي سعدالدين سعيد، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت استازي، د چارو ادارې استازي او د کابل ښاروالۍ استازي ملتيا کوله، د رياست الوزرا اداري مرستيال د تېلو ټانک او تاسيسات چې په پياده رو او د کابل سيند حريم کې په غير قانوني ډول جوړ شوي، وليدل.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملي پراختیا شرکت فعالیتونو څخه له نیږدې لیدنه ترسره کړی.
په دې منځ کې د کابل ښاروالۍ د کړنو څار او ارزونه وشوه او د رياست الوزرا اداري مرستيال او ورسره پلاوي د تېلو ټانک او تاسيساتو موضوع چې په پياده رو او د کابل سيند په حريم کې په غير اصولي ډول جوړ شوي وارزول او په دې اړه يې لازم تصميمونه ونيول.






