د سویزرلینډ په جینیوا ښار کې د پاکستان په مشرۍ کې د موسمي آفتونو له امله د اوښتو زیانونو د مرستې او بیا رغونې لپاره یو کنفرانس روان دی

0
157

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د سيلاب ځپلو سيمو د بيا رغولو تخميني لگښت تر ٣٠ اربه ډالرو زيات دى او پاکستان په سمدستي توگه د بيا رغاونې لپاره ١٦.٣ اربه ډالرو ته اړتيا لري.

د سویزرلینډ په جینیوا ښار کې د پاکستان په مشرۍ کې د موسمي آفتونو له امله د اوښتو زیانونو د مرستې او بیا رغونې لپاره یو کنفرانس روان دی.
غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې سيلاب په پاکستان کې په لويه کچه تباهي کړې، پاکستان کې سيلاب د متاثرينو ژوند بدل کړی، نن مونږ د تاريخ په يو مهم موڑ کې ولاړ يو، تير کال په ستمبر مياشت کې سيلاب د تاريخ په يو مهم موڑ ولاړ يو. د ملګرو ملتونو سرمنشي د سېلاب ځپلو سيمو د ليدنې ترڅنګ د پاکستان ولس به تل د ملګرو ملتونو د سرمنشي ملاتړ ياد ساتي، د نړيوالې ټولنې له مرستو هم مننه کوي، پاکستان به هغه هېوادونه هېر نه کړي چې په سختو حالاتو کې يې مرسته کړې
هغه وويل، سېلاب کرنې ته جدي زيان اړولى، چې د خوراکي توکو د کمښت لامل شوى، د بيارغونې له لارې د هېواد د اقتصاد رغول زموږ لپاره يوه ستره ننګونه ده، د سېلاب له امله د اوښتو زيانونو شمېر تر ٣٠ ملياردو ډالرو زيات اټکل شوى دى. د پاکستان GD 8% دی.

هغه وويل، په پاکستان کې د وروستيو سيلابونو له امله ٣٣ ميليونه خلک اغېزمن شوي، د بنسټيزو تاسيساتو د ويجاړولو له امله اقتصاد سخت زيانمن شوى، کورونه، تعليمي ادارې، د کرنې سکتور د سېلابونو له امله زيانمن شوى دى.

Leave a reply