لنډیکوتل او جمرود بائی پاس باندې د ګرانۍ په ضد ښځو احتجاج، تورخم او پیښور لویه لار ی د هر قسمه ټریفک لپاره بنده کړې
باغی ټی وی رپورټ
د ضلع خیبر په جمرود بائی پاس باندې د گرانۍ په ضد ځایی ښځو احتجاج، پاک افغان لویه لار د هر قسمه ټریفک لپاره بنده کړې شوې ده.
د تحصيل جمرود باي پاس غړیزه د وزير ډنډ په سیمه کښې په تاریخی خیبرپاس ښځو د اوړو نرخونو کښي د زياتوالي او د ګرانۍ په ضد پاک افغان لويه لار باندي احتجاجي مظاهره وړه،په سرک ی پرلت پیل کړو او د ګرانۍ په ضد ی شعارونه پورته کړل.
ښځو د پاک افغان لویه لار د هر ډول ټرافیکو پر مخ وتړله او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکړل، مظاهره چیانو وویل چې د نرخونو د لوړوالي له وجې د غریبو خلکو ملا ماته شوی ده.