ناروې ویلي چې افغانستان سره افغاني او اسلامي ارزښتونو ته په پام مرستې کوي

نوموړي ویلي، دوی دې ته ژمن دي چې مرستې به د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمې تر خلکو رسوي خو اسلامي امارت دې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
ده ویلي مخکې هم په دوحه، اوسلو او افغانستان کې د ا.ا له مشرانو سره ناستې او بحثونه کړي دي. په دغه لیدنه کې د کډوالو چارو وزیر ویلي، هڅه یې دا ده چې د ښځو د تعلیم او کار لپاره یو شرعي چوکاټ رامنځ ته شي.
(2023 / 1 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو لپاره د ناروې کمېټې له عمومي رییس سره کتلي دي. د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د ا.ا د کډوالو چارو وزیر د ناروې کمېټې له مشر یان اېګلنډ سره د کډوالو او کورنیو بېځایه شوو لپاره د مرستو رسولو کې د ستونزو د هواري په اړه خبرې کړې دي.
اېګلنډ ویلي، موسسې یې په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۵۰ زره افغانانو ته مرستې رسولي او په راتلونکي کې غواړي ۷۰۰ زره افغانانو ته مرسته ورسوي.
نوموړي ویلي، دوی دې ته ژمن دي چې مرستې به د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمې تر خلکو رسوي خو اسلامي امارت دې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
اړوند موضوعات: