په پېښور کې د اوړو بیعه له ۱۵۰ روپوفی کلو ته رسیدلې ده، ، ډوډۍ هم په ۳۰ روپۍ خرڅیدل پیل شوي دي

0
196

باغی ټي وي رپورټ
په پېښور کې د اوړو بیعه له ۱۵۰ روپوفی کلو ته رسیدلې ده، ، ډوډۍ هم په ۳۰ روپۍ خرڅیدل پیل شوي دي، د ګرانۍ په ضد د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمه لنډیکوتل کښې ځایی اولس احتجاج هم کړې دې.
د تفصیلاتو له مخې د هیواد د نورو برخو په څیر په خېبر پښتونخوا کې هم د اوړو بحران دوام لري، په پېښور کې هم د اوړو بیې بې قابو شوې، د فی کیلو اوړو بیه له ۱۵۰ روپو څخه اوښتې ده.
د غنمو او اوړو په نرخونو کې د زياتوالي وروستو نانوايانو هم د ډوډۍ بيه لوړه کړې، چې له دې وروسته په پېښور کې هم ډوډۍ په ٣٠ کلدارو په بازارونو کښې پلورل پیل شوي دي.

دا خبره د یادونې ده چې پرونه هم د لنډیکوتل اولس د اوړو د نرخونو د زیاتوالی او د دوکاندارانو له لوري ذخیره کولو په ضد احتجاج کړې وو.

Leave a reply