د شمال ټلوالې غړو له فرانسې څخه د داعش ملاتړ اعلان کړ «ويډیو»
د پخوانۍ شمال ټلوالې جګړه غوښتونکو غړو د فرانسې له پلازمېنې پاريس څخه د داعش ډلې ملاتړ اعلان کړ.
د فرانسې پلازمېنې پاريس څخه د پخوانۍ شمال ټلوالې يو شمېر غړو په يوه ويډيويي کليپ کې خپلې مخې ته د احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود انځور هم ايښی او د داعش ملاتړ کوي.
دغه ويناوال وايي: «چې داعش افغانستان ته خراسان وايي، موږ يې هم خراسان بولو، داعش افراطي مسلمانان دي او زموږ خلک هم افراطي او مسلمانان دي، داعش غواړي، له طالبانو غچ واخلي، موږ هم دا غواړو، د داعش مطلق اکثريت تاجک او فارسي ژبي دي او موږ هم تاجک او فارسي ژبي يو، نو کومې ورځې ته په تمه يو، چې له داعش څخه ملاتړ ونه وکړو.»
دا په داسې حال کې، چې تاجکستان، فرانسه او يو شمېر نور هېوادونه د شمال ټلوالې ملاتړ کوي.
بل لور ته فرانسه، چين، روسيه او نور هېوادونه داعش خپل دښمن بولي.
په ۲۰۱۵ کال کې داعش ډلې د فرانسې په مرکز پاريس کې د يوه بريد پر مهال له سلو زيات فرانسويان وژلي وو، خو اوس له همدې ښاره د داعش په ملاتړ وينا خپريږي.