جان بولټن د امریکا د ۲۰۲۴م مال ټاکنو لپاره د نوماندۍ خبر ورکړی دی

جان بولټن د امریکا د ۲۰۲۴م مال ټاکنو لپاره د نوماندۍ خبر ورکړی دی
هغه وويل، چې په ټاکنو کې د ګډون لامل د پياوړي حکومت درلودل او د بهرنۍ تګلارې ټينګول دي.
بولټن د جمعې په ورځ په خپله مرکه کې وویل چې هغه به ټرمپ له سیالۍ څخه وباسي. ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۹ کال کې بولټن د سپینې ماڼۍ د سلاکار په توګه له دندې ګوښه کړ. ټرمپ او ښاغلي بولټن د شمالي کوریا او افغانستان په اړه اختلاف درلود.
(2023 / 1 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د جمعې په ورځ وویل چې هغه ممکن په 2024 کې ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي.
هغه زیاته کړه چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملاتړ د کمېدو له امله به په ټاکنو کې له هغه سره د مقابلې لپاره تر ټولو ښه فرصت وي.
ښاغلي بولټن په تېرو څلورو دورو کې په سپینه ماڼۍ کې له جمهوري غوښتونکو سره کار کړی دی. هغه وويل، چې په ټاکنو کې د ګډون لامل د پياوړي حکومت درلودل او د بهرنۍ تګلارې ټينګول دي.
اړوند موضوعات:
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د اساسي قانون د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده