د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډوډۍ د بې وزلو له لاسرسۍ بهر شوې او ښاریان د اوړو د بیو لوړوالي سخت اندېښمن کړي دي

0
235

باغی ټي وي رپورټ
د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډوډۍ د بې وزلو له لاسرسۍ بهر شوې او ښاریان د اوړو د بیو لوړوالي سخت اندېښمن کړي دي.

په پاکستان کې عام وګړی ورځ تر بلې د انفلاسیون له نوې څپې سره مخ دی، د ګرانو اوړو او ډوډۍ د بیو لوړېدو د خلکو ژړا اوچته کړې ده.

د لاهور په ګډون په ټول پنجاب کې خلک د اوړو د نرخونو د لوړېدو له امله اندېښمن دي او د ګازو د کمښت له امله له بهر څخه د ډوډۍ پېرودلو ته هم اړ دي، خو هلته هم د اوړو او ډوډي بيه ورځ تر بلې لوړېږي.
د لاهور کمشنر لاهور د روټۍ نرخ نه زياتولو نه انکار کړې دې ولې نان بائز ايسوسي ايشن د روټۍ نرخ نه زياتولو په ضد د پنجشنبې په ورځ د احتجاج اعلان کړې دې۔

د فلور ملز ایسوسی ایشن مشر عاصم رضا وايي، تر څو چې د دولتي غنمو کوټه نه وي زیاته شوې دا ستونزه به هواره نه شي.

بل خوا د خوراکي توکو د رياست وياند او مرستيال مس نعيم افضل وايي، چې د اوړو فابريکو ته ډېر غنم ورکول کېږي، ارزانه اوړه هم په لاريو کې پلورل کېږي، د رسمي اوړو کمښت او بيې يې لوړې شوې دي. نه دی زیات شوی، دوی د مقرراتو پر بنسټ د ملونو پر ضد هم اقدام کوی.
پيښور کښي پخلي کونکو د روټي په نرخ کښي لس روپئ زياتي کړي دي، د ١٧٠ ګرامه روټي بيه له ٢٠ روپو نه ٣٠ روپو ته لوړه شوې ده۔

په خېبر پښتونخوا کې د اوړو د بیو لوړېدو د خلکو ژوند د ستونز سره مخ کړی، ښاریانو ته د رسمي اوړو ترلاسه کول ستونزمن شوي دي.د حکومت او د اوړو د کارخانو خاوندان وايي، هېواد کې د غنمو کمښت نشته ولایت

د صوبې د غنمو کلنۍ اړتیا 50 لاکه میټریک ټنه ده چې 12 لاکه یې په صوبه کې تولیدیږي او پاتې نور یې له پنجاب څخه واردیږي.
بلخوا د کوټې په ګډون په بلوچستان کې د اوړو او غنمو بحران دوام لري، له پاسکو څخه پېرل شوي لس زره بورۍ غنمو کوټې ته رسېدلي چې له دې سره د دغه بحران د کمېدو امکان شته.

په لاڑکانہ کې د اوړو بیه ۱۵۰ روپۍ ته رسېدلې ده، د هوټلونو مالکانو هم د روټۍ او کرېلې بیې ۴۰ فیصده زیاتې کړي دي.

ښاريان وايي، د نرخونو د کنټرول کمېټه غير فعاله او په بشپړه توګه غير حاضره ده او په ښار کښې د خوراکي توکو د نرخ کنټرول کولو لپاره هیڅ کوم ښه پلان نشته دې.

Leave a reply