د پاکستان او ملګرو ملتونو په کوربه توب د پاکستان د سېلاب ځپلو د بيارغاونې کنفرانس نن په جنیوا کښې ترسره کیږي

0
137

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان او ملګرو ملتونو په کوربه توب د پاکستان د سېلاب ځپلو د بيارغاونې کنفرانس نن په جنیوا کښې ترسره کیږي.

د راپورونو له مخې تمه ده چې د پیسو نړیوال صندوق پلاوی به د جنیوا په کنفرانس کې د پاکستان د مالیې له وزیر سره هم لیده کاته ولري.

د پیسو نړیوال صندوق د ویاند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان د مالیې له وزیر سره په لیدنه کې د پاتې مسایلو په اړه خبرې روانې دي.
بيان زياتوي چې دوه ورځې وړاندې وزيراعظم شهباز شريف سره د خبرو په مهال ايم ډي آئي اېم اېف د سېلاب له آفت نه د پايداره رغېدو دپاره د پاکستان د کوششونو ملاتړ وکړو.
ياده دي وي چي آئي ايم ايف د تير کال په نومبر مياشت کښي پاکستان ته د 1.1 اربه ډالرو قرضه جاري کړي وه ولي تر دي دمه د آئي ايم ايف لخوا دغه قسط منظور نه دي شوي۔

Leave a reply