د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال خلکو ته ډاډ ورکړے دے چې خلق دې نه ډاریږي او هیواد په ډیفالټ نه شي

باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال خلکو ته ډاډ ورکړے دے او وئيلي دي چې اولس دې ډاریږي ،هغه زیاتوي چې پاکستان به ډیفالټ ،یوالیه نه شي۔
احسن اقبال د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کې د خبرو پر مهال وويل حکومت به د پاکستان په بنکونو کې د خلکو په بهرنۍ اسعار لاس پورې نه کړي، هغه وایی چې په تېر وخت کښې هم د کورنیو بهرنیو اسعارو د محاسبې پر مهال د سوداګریزو بانکونو ذخیرې شاملې کړل شوې وې.
ده ووئيل چې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار دا ډول بيان په اول ځل نه دے وركړې په دې كښې د اعتراض كومه خبره نشته۔
په دې وروستیو کې د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار ویلي وو چې د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیرې ۴ اربه نه بلکې ۱۰ اربه ډالره دي، د تجارتي بانکونو سره ۶ اربه ډالره هم د پاکستان دي.




