د پاکستان تحريک انصاف د غړي او سينئر سياستمدار عبدالعليم خان تر ګوښه کېدو وروسته د جهانګير ترين ډلې هم د نوي سياسي ګوند جوړولو خبرونه رد کړي دي
باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د پاکستان تحريک انصاف د غړي او سينئر سياستمدار عبدالعليم خان تر ګوښه کېدو وروسته د جهانګير ترين ډلې هم د نوي سياسي ګوند جوړولو خبرونه رد کړي دي.
تيره ورځ داسې رپورټونه هم راغلي وو چې د پي ټي ائي منحرف شوي غړو د جلا سياسي ګوند جوړولو تياري نيولې ده، امکان شته چې د مرکزي او جنوبي پنجاب مهم سياستوال به په نوي سياسي ګوند کې شامل شي.
دسرچينو له مخې د نوي سياسي ګوند جوړولو لپاره د عليم خان، جهانګير ترين او چوهدري سرور ډلې له غړو سره تماسونه نيول شوي دي.
خو اوس په دې اړه د عليم خان بيان مخې ته راغلى او وئيلي يې دي چې د نوي سياسي ګوند په جوړولو کې زما د شموليت په خبرونو کې هيڅ حقيقت نشته زه په هيڅ سياسي ګوند کې شامل نه شم.
عليم خان وايي، د چوهدري سرور او جهانګير ترين سره ښې اړيکې دي، خو د سياست هيڅ اراده نه لري، اوس ټوله توجه په فلاحي کارونو ده، له سياسي معاملو لرې اوسئ.