د بالیووډ مشهورې اداکارې سومي علي په سلمان خان باندې د جنسي او فزیکي تشدد کولو تورونه لګولي دي
باغی ټي وي رپورټ
د سلمان خان پخوانۍ ملګرې او د ۹۰ لسیزې د بالیووډ اداکارې سومي علي د تېر وخت ترخې خاطرې را تازه کړې او پر سلمان خان یې تور لګولې چې په هغې باندې به جنسي او جسماني تشدد کولو.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، اداکارې سومي علي په انسټاګرام یو اوږد پوسټ شریک کړی او له سلمان خان سره یې د خپلې اړیکې د ختمولو لامل ورته روښانه کړی دی.هغه د انسټاګرام پوسټ په کیپشن کې لیکلي چې هرڅوک پوښتنه کوي چې د سومي علي او سلمان خان ترمنځ څه شوي. هغه اته کاله چې ما له سلمان سره تېر کړل زما د ژوند تر ټولو بد کلونه وو.
اداکارې ویلي، چې په دې کلونو کې سلمان ما ډېر سپکاوی کړی، زما د سپکاوي هېڅ فرصت یې له لاسه نه دی ورکړی، سپکاوی یې کړی، له ما سره یې جنجالونه کړي او پرله پسې یې زما د بدمرغۍ او بې عقلۍ له امله نیوکې کړي دي.
هغه زیاته کړه، داسې یوه ورځ هم ورسره نه ده تېره شوې، چې ماته یې دا احساس نه وي کړی، چې زه بې ارزښته او د حیثیت له لحاظه ټیټه یم.