د جنوبي وزيرستان په وانا سيمه کې د ناامنې،ترهګرۍ او هدفي وژنو په ضد د قبائيلي او سياسي ګوندونو احتجاج په دريمه ورځ هم دوام لري

0
75

باغی ټي وي رپورټ
د جنوبي وزيرستان په وانا سيمه کې د ناامنې،ترهګرۍ او هدفي وژنو په ضد د قبائيلي او سياسي ګوندونو احتجاج په دريمه ورځ هم دوام لري.

په رستم اډه واڼه کې د سختې یخنۍ له امله مظاهره کوونکي له دریو ورځو راهیسې په دھرنا ناست دي.
بل خوا د جنوبي وزيرستان د ضلعي پوليس افسر (ډي پي او) شبير حسين شاه وينا ده چې د دھرنې په مهال په ډيوټي لګول شوي څلور افسران د ډانس کولو په تور معطل کړي شوي دي.

د ډي پي او وینا ده چې چارواکو د ډسپلن خلاف ورزي کړې چې په اړه یې د تحقیقاتو امر شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوګانې ښیې چې په زرګونو خلق سړکونو ته راوتلي دي چې د سولې پلوي بینرونه او پلې کارډونه یې په لاسونو کښې پورته کړي دي، اولس په سیمه کې د قانون او نظم د بحالولو غوښتنې بینرونه هم اوچت کړي او خلق د سولې د ټینګښت لپاره شعارونه پورته کوي چې په ویډیوګانو کښې اوریدل او لیدل کیږی.
دا خبره د یادونې ده چې قبایلي سیمو ضلع خیبر او باجوړ کښې هم د ناامنۍ، ترهګرۍ او هدفي وژنو پیښې زیاتې شوي دي چې له امله ی په اولس کښې ناقلاري او اندیښنې خپرې شوي دي.

Leave a reply