له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري سره د بلوچستان مهم سیاسي مشرانو لیدلي دي، یو شمیر سیاسي مشران پیپلز ګوند کښې شامل شوي

باغي ټي وي رپورټ
له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري سره د بلوچستان مهم سیاسي مشرانو لیدلي دي.
د وياند په وينا، له پخواني ولسمشر سره تر ليدنې وروسته د بلوچستان مهم سياسي مشران په پيپلز ګوند کې شامل شوي دي.
ترجمان وائي چې پخوانې وفاقي وزير سردار فتح محمد حسني، نوابزاده غزن مري، طاهر محمود، د بلوچستان ناظم نوابزاده جمال ريساني، ميرفريد رئيساني، مير عبدالله راجه او ميرالله بخش پي پي کې شامل شوي دي.د دې تر څنګ علي مدجتک، حاجي ملک گرج، نور احمد بنګلزي، ميراباد گرج، محمد عيسى فتح، لالا بخش، محي الدين او نورو هم ملتيا کوله.
اصف زرداري د بلوچستان سياسي مشرانو ته په پيپلز پارټۍ کې د شاملېدو مبارکي ورکړه او ويې ويل چې د بلوچستان او پاکستان پيپلز پارټۍ تاريخي اړيکې لري، پيپلز ګوند تل د بلوچستان د حقونو لپاره مبارزه کړې ده.
ده ووئيل پيپلز پارټي د بلوچستان په سياست كښې تر ټولو قوي ګوند دے٬ پيپلز ګوند به هيڅكله د بلوچستان د عام اولس د حقونو لپاره په خپلو هلو ځلو كښې كمزوري نه شي۔






