د پخواني DGISI لیفټیننټ جنرال ریټایرډ فیض حمید لور انوشا چوهدري د واده رسم په سوشل میډیا خپور شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: د پخواني DGISI لیفټیننټ جنرال ریټایرډ فیض حمید لور انوشا چوهدري په دې وروستیو کې واده کړی.
د ليفټننټ جنرل ريټايرډ فيض حميد د لور د واده عکسونه او ويډيو مخې ته راغلې ده، په سوشل ميډيا په وائرل شوې ويډيو کښې د فيض حميد لور د خپل پلار سره د واده په جامو کښې سټيج ته تللې ليدل کيږي.
انوشه چوهدري، د لیفټیننټ جنرال متقاعد فیض حمید لور، د واده لپاره د مهرون او طلایی رنګ ترکیب سوټ اغوستی و.د ميډيا رپورټونو ترمخه د ليفټننټ جنرل ريټايرډ فيض حميد د لور په واده کښي د پخواني آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه په شمول ګڼ شمير مشهورو شخصيتونو ګډون اوکړو۔په سوشل ميډيا د واده د مراسمو ځينې تصويرونه هم گردش کوي چې پکې د پوځ پخوانې مشر، د آئي اېس پي آر پخوانې ډي جي عاصم سليم باجوه، د آزاد کشمير وزيراعظم تنوير الياس او د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري هم ليدل کيږي.
د واده په دستوره كښې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحر شمشاد مرزا، د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، شاه محمود قرېشي او اسد عمر هم ګډون وكړو۔