لنډي کوتل کښې د د اوړو بحران له وجهې ځایی اولس بد متاثره شوي، ځایی اولس د ګرانۍ په ضد احتجاج پیل کړې دې

0
91

باغی ټي وي رپورټ
لنډیکوتل: په بلدیاتي ټاکنو کښې د تحصيل چئیرمین څوکۍ لپاره پخواني امیدوار کلیم الله شینواری په غوښتنه په لنډیکوټل بازار کښي د افراط زر په ضد احتجاجی مظاهره شوی ده. د سیاسي او غیر سیاسي سازمانونو مشرانو د خپلو ویناوو په ترڅ کې پر حکومت نیوکې وکړې او ویې ویل، که حکومت او نور چارواکي خپل لګښتونه، د VVEP پروتوکول او نور امتیازات ختم کړي او دا وا نه خلي نو په ملک ښې په ګرانۍ باندې قابو راوستلې شي.
کلیم الله شینواري هم په حکومت او انتظامیه نیوکې وکړي او وې ویل چې صوبایی حکومت او انتظامیه باید غریب اولس ته د اوړو رسولو لپاره پلان جوړ کړي چې هر غریب ته وړه ورسي.

دا ځایی سرچینو او مشرانو مطابق په دې سیمه کښې د اوړو دوکانداران اوړه ذخیره کوي او بیا ی په ګران نرخ خرڅوي. دوی غوښتنه وکړه چې اوړه ذخیره کوونکو سوداګرو په ضد دې سخته قانوني کاروایی وشي.

Leave a reply