پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي که عدالت ورته ووائي نو مونږ به د اعتماد رايه واخلو

0
79

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي که عدالت ورته ووائي نو مونږ به د اعتماد رايه واخلو۔

لاهور کښې د عمران خان په مشرۍ کښې د پنجاب صوبې د وزيرانو غونډه شوې چې پکښې د ملک او صوبې په سياسي صورتحال غور اوکړے شو

عمران خان په قامي اسمبلۍ کې د اعتماد رايې اخستو او راتلونکو انتخاباتو ته د تيارۍ لارښوونه کړې او ويلي يې دي چې وارد شوې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې له انتخاباتو څخه وتښتي، سازشي ډله هڅه کوي چې د اسلام اباد نه وروسته د کراچۍ ښار د بلدياتي انتخاباتو څخه وتښتي. هغه پوهیږي، خلکو په بشپړه توګه رد کړي دي.
هغه وويل چې په ولسي جرګه کې د باور رايې له ترلاسه کولو وروسته به د ټاکنو لپاره خلکو ته ځو، د هېواد ستونزې يوازې د نويو ټاکنو او د خلکو په رايه د حکومت په رامنځته کېدو سره حلېداى شي.

بل خوا د عمران خان سره د پنجاب د وزير، پارليماني ليډر، سپيکر او ډپټي سپيکر د ملاقات دننه کيسه مخې ته راغلې ده.د پي ټي ائي د سرچينو له مخې عمران خان ويلي چې د اعتماد رايه د عدالت د پرېکړې تابع ده.سرچينې وائي چې عمران خان وزيرانو ته هدايت کړى چې داسمبلۍ غړو سره په تماس کې پاتې شي.

سرچينې وائي صوبايي وزيرانو عمران خان ته په بريفنگ کې وويل چې که مونږ دباعث درايې اخستلو لپاره وي نو مونږ ته به کومه ستونزه نۀ وي.

سرچينې وايي، هر وزير ته د خپلې څانګې مسووليت سپارل شوى او لارښوونه شوې چې هر وزير دې د خپلې څانګې له استازو سره په تماس کې وي.دسرچينو له مخې په دغه غونډه کې پريکړه وشوه چې دباعث باور رايې اخستو سره به سمدستي اسمبلۍ منحل کړل شي.

Leave a reply