مسلم ليګ ن د خېبرپښتونخوا د حکومتي هيلي کاپټرو د استعمال په اړه قانون کې د ترميم بل په پېښور هائي کورټ کې چيلنج کړی دی
باغی ټي وي رپورټ
مسلم ليګ ن د خېبرپښتونخوا د حکومتي هيلي کاپټرو د استعمال په اړه قانون کې د ترميم بل په پېښور هائي کورټ کې چيلنج کړی دی.
د مسلم ليګ ن پارليماني ليډر سردار يوسف خيبرپښتونخوا کښې د حکومتي هيلي کاپټرو استعمال په اړه د ترميمي بل په ضد پيښور هائي کورټ کښې درخواست دائر کړے دے۔
درخواست کې وئيلي شوي دي چې د شخصي مفادو دپاره شوې زياتې ترميمونه غيرقانوني دي، صوبائي حکومت دا قانون په اکثريت منظور کړی ؤ، که هغه عمران خان وي او که بل څوک، د عوامو په پيسو ککړو کسانو ته معافي نه شي ورکولی. موږ به په هغه ډګر کې یو چې د خلکو حقونه اغیزمن کیږي.
درخواست کوونکي وويل چې د هيلي کاپټرو کارول د ترميم شوي قانون خلاف دي، د 14 کلونو لپاره د هيلي کاپټرو استعمال ته تحفظ ورکول کيږي، صوبايي حکومت په قانون کې د ترميم له لارې د 14 کلونو لپاره د هيلي کاپټرو استعمال جائز اعلان کړی ؤ.
درخواست کې ویل شوي چې وزیرانو، سلاکارانو، معاونینو، حکومتي چارواکو ته د هیلي کاپټرو کارولو اجازه ورکړل شوې، چورلکې د شخصي استعمال لپاره په کرایه ورکول کیږي، خلک راشن نه شي اخیستلی، په داسې حال کې چې دولتي هیلي کاپټرې د سیلګرۍ او تفریح لپاره کارول کیږي.